له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر له لوی رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب سره وکتل.
په یاده کتنه کې د ننګرهار پوهنې رئیس د یاد ولایت د پوهنې عمومي وضعیت، د تشکیلاتو جوړښت پر نهايي کېدو، د نوي ښوونیز کال پر وړاندې شته ننګونې او د یاد ریاست پروګرامونه او پلانونه یې د دفتر له لوی رئیس سره شریک او په اړه یې نظرونه تبادله شول.
له یاد ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د پاس څپر د نجونو او هلکانو عالي لېسې احاطوي دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د جوړېدو چارې یې رسماً پیل شوې.
د دواړو ښوونځيو احاطوي دېوالونه په لس جرېبه ځمکه کې، چې لګښت يې د سيمې خلکو او د زده کوونکو کورنيو پر غاړه واخيست جوړیږي.
همدارنګه په یو بل خبر کې:
د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۹۶ زره افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو لپاره برېښنا یي باد پکې وپېرودل شوې او په یادو ښوونځیو کې یې یو شمېر غیر فعالې باد پکې بېرته فعاله کړې.
له بلې خوا: د همدې ولسوالۍ د بازي خېلو د لېسې ښوونکو په خپلو پيسو د يادې لېسې د ټولګيو لپاره درسي مواد چمتو کړل.
کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په فرزې ولسوالۍ کې، د ۱۶ ښوونځیو او یوې دیني مدرسې د زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ پیل کړې.
د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه، د پټو استعدادونو پېژندل، زده کوونکو ته د پوهنې په برخه کې انګېزه ورکول او د هغوی هڅول دي.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولايت له آمرینو او مدېرانو سره د ېوې غونډې په ترڅ کې، د یاد رياست د نوي تشکيل د نهايي کېدو او ځینو نور مسایلو په تړاو تفصیلي بحثونه وکړل.
