له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۰:۲۳
123

 

جوزجان

د جوزجان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د جنرال حکيم عالي لېسې له اداري او تدريسي چارو ليدنه وکړه او د لېسې له شورا سره يې د یادې لېسې د ترمیم په برخه کې تفصیلي خبرې وکړې.

سرپل

د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ښوونکو او څارونکو غړو د ظرفیت لوړولو  په موخه، د مدیریت د اصولو او ښوونیزې مېتودولوژۍ تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار، چې څه موده وړاندې پیل شوی و، د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري، د یاد ولايت ديشو ولسوالۍ د مدارسو له استادانو او ديني علماوو سره وکتل.
نوموړي په یاده کتنه کې د ديني بنسټونو ستونزې واوريدې او په دې برخه کې يې د همکار د ژمنې ترڅنګ، د مدارسو له مسئولینو وغوښتل، چې خپل ټول ښوونیز فعالیتونه د پوهنې وزارت د کړنلارو او قوانینو په رڼا کې ترسره کړي.

سرپل

د سرپل ولایت د ښوونکو ښارګوټي پلان، چې ډیزاین او نقشه یې تر دې وړاندې د پوهنې وزارت له خوا تصویب شوې وه، د تخنیکي پړاوونو وروسته د ښار جوړونې ریاست او د پوهنې ریاست د انجنیرانو د یوه ټېم له لوري یې د عملي کولو په موخه، کرښې و کښل شوې.
ټاکل شوې ده، چې په یاد ښارګوټي کې د سرپل ولایت ۳۰۱ تنو بې کوره ښوونکو ته د استوګنې لپاره ځمکې ورکړل شي.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي، دیاد ولایت د شفا خصوصي عالي لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او فارغانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ د ساینس او پوهنې پر ارزښت خبرې وکړې.
د یادو مراسمو په پای کې د لغمان پوهنې ریاست له لوري ممتازو زده کوونکو ته د هغوی د هڅونې په موخه، ډالۍ ورکړل شوې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS