له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
جوزجان
په شبرغان ښار کې د پوهنې د مسوولنیو، دیني عالمانو، امنیتي او مدني بنسټونو او قومي مخورو په ګډون د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د ۳۰ تنو فاضلانو او د ۷۳ تنو د قران کریم د حافظانو د دستاربندۍ مراسم ترسره شول.
ګډونوالو د مبارکۍ تر څنګ د ټولنې په جوړښت کې د دیني علومو پر ارزښت خبرې وکړې.
فاریاب
په فاریاب ولایت کې د حدیثو له دورې څخه د ۵۱ تنو فاضلانو او د خصوصي او دیني مدارسو د ۲۰۰ تنو د قرانکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت د دغه ولایت د رهبري پلاوي او د پوهنې ریاست، دیني عالمانو او د مخورو سپین ږیرو په ګډون غونډه جوړه شوه.. د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله د مبارکۍ په ترڅ کې د دغه رياست د فعاليتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او د غونډې ګډونوالو ته يې د دغه سپېڅلي ملکوتي کتاب د ساتنې پر ارزښت خبرې وکړې.
نورستان
د نورستان ولايت د پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمين د دغه رياست له کارکوونکو سره په اداري غونډه کې د دغه ولايت د پوهنې د يو کلن لاسته راوړنو په باب خبرې وکړې او د پوهنې رياست له لوري وړانديز شوي پرمختيايي پلانونه يې ورسره شريک کړل. نوموړي په نورستان کې د پوهنې د ودې او پرمختګ په موخه له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په راتلونکي کال کې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
ننګرهار
UMCA/RPA موسسې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست سلګونو کارکوونکو او ځايي خلکو ته میوه لرونکي او زینتي نیالګي ووېشلې او هغوی ته یې د شنه چاپیریال د اهمیت او د انسان په ژوند کې د ونو د رول په باب زده کړه ورکړه.
همدارنګه
د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ د پوهنې سره یوې خواخوږې خور په یاده ولسوالۍ کې د ښوونځي د چاپېریال د سمسورتیا په موخه ۲۶۸ مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي ونې ووېشلې.
د يادې شوې ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې خور د هېواد پالنې او ښه احساس ستاينه وکړه.
