له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
فاریاب
د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د قره شیخي لېسې د بیارغونې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
د دې ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله د دې لېسې په پرانېستل کېدو سره خوښي وښوده او د دې لېسې له مشرتابه او زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې د دې لېسې ساتنې او وسایلو ته جدي پاملرنه وکړي. د یادونې وړ ده، چې دغه لیسه د ناروي موسسې په مالي مرسته رغول شوی او رنګ شوی دی.
بلخ
د بلخ ولايت د اکتید موسسې سيمه ييز دفتر د دغه ولايت د دهدادي ولسوالۍ د څلورو ښوونځيو ښوونکو ته د ماشومانو د حقونو په اړه يو ښوونيز سيمينار جوړ کړ.
د چارواکو په وینا: دغه روزنیز سیمینار به اته ورځې دوام وکړي.
کندهار
په دې وروستيو کې د اړتيا پر اساس مولوي اختر محمد انقیادي د کندهار ولايت د تيمورشاهي لېسې د آمر په توګه وټاکل شو او په دنده يې پيل وکړ.
د پوهنې رياست د څارنې عمومي آمر مولوي محمد فاروقي د يادې لېسې له ښوونکو سره د پېژندنې پر مهال د يادې لېسې د مخکني آمر د کارونو ستاينه وکړه او نوي آمر ته يې د لا برياوو هيله وکړه.
هرات
د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئيس مولوي عبدالرحمن حميدي په داسې حال کې، چې د هرات د پوهنې رياست ریس او مشرتابه ورسره ملتیا کوله، د مدارسو د ازموينو د دورې د څارنې ترڅنګ په دغه ولايت کې د خصوصي دارالمعلمینونو فعاليتونه یې هم وڅېړل. ترڅو پایلې یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
کندهار
د کندهار د پوهنې رياست د سيمه ييزو شوراګانو مدیر مولوي عبدالولي شکېب د ګريوال لېسې د ولسي شورا له غړو او د سيمې د خلکو له استازو سره وکتل او د پوهنې په برخه کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د يادو ښوونځيو د شورا غړو او د سيمې د اوسېدونکو استازو په هره برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.
