له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
فراه
په فراه ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د یو شمېر ښوونځیو پر زده کوونکو باندې ۹۱۲ دانې بشپړې ښوونیزې بستې او کتابچې ووېشلې.
د فراه ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم د دې ادارې له دوامدارو مرستو څخه ستاينه وکړه.
لوګر
په لوګر ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت په ۲۷۵ ښوونځیو کې له ۲۳۰۷ تنو ښوونکو سره د ۲۸ زره او ۴۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د ښوونیزو توکو مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې رياست مشرتابه د يادې شوې ادارې له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: يادې شوې مرستې به د نوي ښوونیز کال په پيل کې پر ښوونکو ووېشل شي.
جوزجان
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې په برخه کې د ملاتړو کارپوهانو یوه ډله جوزجان ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد طاهرجواد سره وکتل او د مرستندویو بنسټونو د فعالیتونو د څارنې او بیا کتنې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د جوزجان د پوهنې رياست مشرتابه له يادې شوې ډلې سره په دې برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
بلخ
د بلخ د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر د دغه ریاست د مالي او اداري پروګرامونو له عمومي مدیرانو سره غونډه وکړه او له هغوی سره یې د اداري طرزالعملونو د همغږۍ، د کاري پلانونو د جوړولو او د حاضریو د محدودیت په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه
د بلخ ولايت د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبيب الله حميدي په دې اوونۍ کې د بلنې او لارښوونې د درسونو په سلسله کې د قرآن کريم د پېژندنې، فضیلت، اعجاز او د قرآن کریم د مقاصدو او ځانګړنو تر عنوان لاندې موضوعات خپلو کارکوونکو ته تدریس کړ.
