له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
سرپل
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یونسکو موسسې په مرسته یې د ۸۳ سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو په جوړولو سره د سرپل ولایت په مرکز او د دې ولایت په کوهستاناتو، سوزمه قلعه، ګوسفندي، بلخاب ولسوالیو کې څه باندې ۱۶۶۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
لغمان
د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د مهترلام ښار په سیمو کې د عمرزيو، فرمانخېلو او کاکڅ ښوونځیو کې د واش پروژې له کاري پرمختګ څخه ليدنه وکړه او د ځينو کاري نيمګړتياوو په اړه يې له انجنيرانو او قراردادي شرکت سره خبرې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د خپل کار په دفتر کې د مرستندویو تعليمي موسساتو له استازو سره وکتل.
نوموړي د يادو بنسټونو د مرستو د مننې په ترڅ کې د يادو ادارو له مسوولينو وغوښتل، چې په نوي تعليمي کال کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښوونځیو لومړیتوبونو او اړتیاو ته په کتو سره د پوهنې ریاست سره په همغږۍ خپلې مرستې جاري وساتي.
دایکندي
د دايکنډي د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر قاري عنايت الله سحر له خپل ملګري ټيم سره د دغه ولايت په مرکز کې د شهيد صادقي نيلي لېسې د ژمني ښوونيزو کورسونو له ټولګيو څخه څارنه وکړه او مسوولينو ته يې د پوهنې د ښه والي په باب لازمې لارښوونې وکړې.
کندهار
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالغفار عمري د مولوي عبدالواسع لېسې او عبدالغني خان نیکه د لومړني ښوونځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
