له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۰
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په دغه ولایت کې د پوهنې د ودې په موخه په جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د پوهنې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د د ښوونې او روزنې په برخه کې شپه او ورځ کار وکړئ، ترڅو د پوهنې په برخه کې له نورو سره سیال شو.

د نورو خبرونو له مخې

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د لسمې ناحیې مشرانو او اوسېدونکو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي شاه جهان ساجد سره په لیدنه کې له هغه څخه وغوښتل، ترڅو د دوی په سیمه کې یو منځنی ښوونځی او څو د سیمه ییزو او ګړندۍ زده کړو ټولګي جوړ کړي.
د لغمان د پوهنې رئیس د مخورو قومونو له احساس څخه د هرکلي پرمهال ژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنې به ژر تر ژره پوره کړي.

هرات

د هرات له دارالعلوم څخه د نبوي احادیثو د حنفي فقهې له تخصصي دروې او همدارنګه د قرانکریم د حسن قرائت په برخه کې  د ۸۴ تنو فاضلانو د فراغت مراسم د هرات د دارالعلوم په انګړ کې د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني، دیني عالمانو،مخورو سپین ږیرو او د فاضلانو د والدینو په حضور کې ترسره شول.
د پوهنې رئیس فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ عصري علوم هم ترلاسه کړي.

کندهار

د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالحنان فيضاني او ورسره پلاوي د يادې ولسوالۍ د احمديه، عشره مبشره او سعديه دارالعلومونو اداري او تدریسي اسنادونه وڅېړلې، د يادې ولسوالۍ له علماوو او قومي مخورو سره یې د ښوونې او روزنې  د بهیر د ښه والي په باب خبرې وکړې.

له دې ولایت څخه په یو بل خبر کې

OCCD موسسې د خاکریز د پوهنې آمریت په مرسته د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو د زده کوونکو د زده کړې په موخه ۲۴ خیمې جوړې او د ولسوالۍ آمریت ته یې سپارلي دي

پروان

د اسيا د ټولني د پرمختيا موسسې سیمه ییز دفتر د سواد زده کړي په برخه کي د پروان ولايت د نويو ګمارل شويو ښوونکو لپاره روزنيز سيمينار جوړ کړ.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دغه سیمینار له تنظیموونکو څخه د مننې ترڅنګ له ګډونوالو وغوښتل چې د دغه سیمینار له محتوا څخه پوره پوره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS