له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۹:۴۶
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

دایکندي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر او ورسره پلاوي د دغه ولايت له امنيه قوماندان الحاج ملا عبدالحکيم رفيع الله سره وکتل او په دې ولايت کې يې د پوهنې او سواد زده کړې د وضعيت د ښه والي په برخه کې د يادو دوو بنسټونو پر همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې.
 په دې ناسته کې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو لپاره د سواد زده کړې د ټولګیو پر فعالیتونو هم خبرې وشوې.

میدان وردګ

د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي د دغه ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ګډون د سویډن په هېواد کې د قرآن عظیم الشان د سپکاوي له امله د دغه ولایت د خلکو په اعتراضیه مظاهره کې ګډون کړی و. هغه دا یو ناوړه او غیر انساني عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې په اسلام کې د ټولو الهي دینونو حرمت او حیثیت خوندي دی.

سمنګان

د سمنګان ولایت له الشریعة الدبیه دارالعلوم څخه د حدیثو له دورې ۴ تنه او همدارنګه څلور تنه د قرآن کریم حافظان فارغ شول، چې د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، دیني علمانو او مخورو سپین ږیرو په حضور کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې وستایل شول.

بلخ

د مزارشريف د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې، چې د سيرت النبي سياليو د پايلو د اعلان په مناسبت، چې د (نثار) د اسلامي مرکز له خوا د پنځمې ناحیې په کارته انصاري کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي او ګډونوالو د حضرت محمد ص د سیرت او اخلاقو په ځینو مهمو ځانګړتیاو خبرې وکړې.

له همدې ولایت د یو بل خبر له مخې

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حمیدي د دیني او عقیدتي درسونو د وړاندې کولو په دوام کې دا ځل حاضرینو ته د فرښتو د پېژندنې او د قرآن عظیم الشان پر عظمت خبرې وکړې. او ټولو ګډونوالو ته یې د دوی د دیني مسوولیتونو په باب معلومات ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS