له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۰:۴۳
بخشی از فعالیت های ریاست های معارف در ولایات

لوګر

د هېواد د پوهنې له نظام څخه د خلکو د ملاتړ په دوام، د لوګر په مرکز کې له پوهنې سره دوه تنه خواخوږو دوستانو د ملک خواجه احمد او خواجه همایون په نومونو په خپل شخصي لګښت یې د شش کلا د منځني ښوونځي لپاره ۷۰ له کاره لویدلي میزونه او څوکۍ په اساسي شکل جوړ کړي او د دغه ښوونځي ادارې ته یې سپارلي دي، ترڅو زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز د دغو دوو کسانو له مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او له نورو يې وغوښتل، چې د پوهنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

پکتیکا

په پکتیکا ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د سیمه ییزو ښوونځیو د ښوونکو لپاره ۱۲ ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.
د دغه پروګرام په پیل کې د پوهنې ریاست ملا امام مفتي تاج محمد جواد د پوهنې ریاست مسوولینو او ګډونوالو ته دیني لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د یاد سیمینار له محتوا څخه د خپلې مسلکي پوهې په لوړولو کې ګټه پورته کړي.

لغمان

د پوهنې وزارت د دولتي او خصوصي  مدارسو رئیس مولوي عبدالرزاق د لغمان د پوهنې ریاست له رئیس مولوي شاه جهان ساجد او د پوهنې له نورو مسوولینو سره په لیدنه کې د زده کوونکو د ښوونې او روزنې پر کیفیت خبرې وکړې او د مدارسو د ستونزو د حل په باب یې ورسره سلا مشورې وکړې.

خوست

د خوست ولایت د دارالمعلمین آمر مولوي عبدالمنان د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د روزنې له آمرینو او استادانو سره وکتل. چې په دې کتنه کې یې له هغوی سره د دارالمعلمین د درسي کیفیت او په بېلابېلو مېتودونو او د تدریس په جریان کې د دغو مېتودونو په کارولو خبرې وکړې.
له بلې خوا د غونډې ګډونوالو د خپلو ستونزو په وړاندې کولو سره د د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

دایکندي

د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست د کارکوونکو د ارزونې بهیر د پوهنې، د بشري سرچینو د ریسانو او د دغه ریاست د اداري اصلاحاتو د استازي په حضور کې پیل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS