له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۲:۵۷
123

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست په اداري غونډه کې، د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري له کارکوونکو سره د یاد ریاست د تېرو کړنو او پلانونو په اړه خبرې وکړې او د کارکوونکو د معاشونو په برخه کې یې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

لغمان

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي، د لغمان ولایت له پوهنې مشرتابه سره وکتل او ویې ویل چې د دوی د سفر موخه، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د مالي چارو څېړل دي.

د لغمان پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

همدارنګه:

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ریاست له مرکزي څانګو څخه ليدنه وکړه او له مسئولينو يې وغوښتل، تر څو په خپلو ورځنيو چارو کې له دقت څخه کار واخلي او له مراجعينو سره نېک او اسلامي چلند وکړي.

کابل

د کابل ولایت پوهنې ریاست وايي: په روان هجري لمریز کال کې د ۴۱۶۹۰۰ افغانیو په لګښت د ۱۴ ښوونځیو او ۲ دیني مدارسو د برېښنا سیستم فعال او د ګټې اخیستنې وړ وګرځېد.

نیمروز

د پوهنې وزارت د روغتیایي څانګې استازو هر یو ډاکټر احمدشاه بیات او ډاکټر محمد نسیم اسفندیار د نیمروز ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني سره وکتل.

ياد پلاوي د دغه ولايت د پوهنې رياست له مشرتابه سره د ليدنې موخه، د روغتيا، چاپېريال پاکوالي، د کولمو چنجیو او داسې نورو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو جوړول وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS