له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز
پکتیکا
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، په یاد ولایت کې د سلمان فارسي دارالایتام کړنې وڅېړلې او له ښوونکو یې وغوښتل، د یتیم ماشومانو په پالنه او روزنه کې چې د شهیدانو امانت دي، جدي پاملرنه وکړي.
کابل
د کابل ښار پوهنې ریاست کاري غونډه د یاد ریاست پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني په مشرۍ، د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوه.
د پوهنې رئیس د ښوونیز نظام د پرمختګ، پراختیا، د ستونزو د حل او د مراجعینو ستونزو ته د پاملرنې په اړه اړوندو مسئولینو ته ګټورې لارښوونې وکړې.
بدخشان
د بدخشان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د کړنلارې له مخې، د خصوصي مدارسو د استادانو او مدرسینو د ګمارلو بهیر پیل کړی دی.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ښوونکو ۱۱۰ بستونه اعلان کړل، چې په پایله کې یې له ۷۰۰ کسانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
د ياد ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري وويل: په دې پروسه کې به له وړتیا پرته اړيکو ته لومړيتوب ور نه کړل شي.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د مرکز اړوند د بازارک عالي لېسې له مديرانو او ښوونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې، په ښوونځيو کې د درسي کيفيت او ظرفيتونو پر لوړولو ټينګار وکړ.
