له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډيز
غزني
د غزني ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند د سید الشهداء حضرت حمزه (رضي الله عنه) مدرسې ۱۸ تنو نارینه او ښځینه فارغانو ته د یو لړ هغو شانداره مراسمو په ترڅ کې د فضیلت پګړۍ او څادرونه ور په سر شول.
په په یادو مراسمو کې د غزني پوهنې مسئولینو، علماوو، مشرانو او د سیمې خلکو هم ګډون درلود.
ويناوالو فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ، په اسلامي ټولنه کې د حافظانو پر مقام او د هغوی پر مسئوليت خبرې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د ټولنې په روښانه کولو کې لا زياتې هڅې وکړي.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس د یو پلاوي په ملتیا د یاد ولایت په خنج ولسوالۍ کې د ملک میرزا شهید د هلکانو لېسې، عبدالله خېل، سعد بن وقاص(رضي الله عنه) د نجونو لېسو او په حصه اول ولسوالۍ کې د محمد قسیم فهیم له دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یادو ښوونیزو بنسټونو له مسئولینو سره په لیدنو کې، د تدریس د کیفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
دایکنډي
د دایکنډي ولایت خدیر ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو ۲۷ تنه آمرین او مدېران د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري وارزول شول.
دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رياست د ساينس او ټکنالوژۍ مدېریت په اړوندو ولسواليو کې د پوهنې پر ټولو رياستونو ۱۰۰ ښوونيز توکي او لابراتواري وسايل ووېشل.
هرات
په هرات ولایت کې د "الفاروق کپ" تر نامه لاندې د فوټبال وروستۍ سیالۍ د شینډنډ ولسوالۍ د پوهنې مشرتابه، د سیمې خلکو، استادانو او زده کوونکو په شتون کې د ده سبز جوانان په سپورتي لوبغالي کې په لاره واچول شوې.
