له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته يوه لنډه کتنه
هرات
د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر، د ياد ولایت زنده جان ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له مسئولینو، ښوونځیو له مدیرانو، ښوونکو، د ښوونځیو شوراګانو له غړو او د سیمې له مشرانو سره د ښوونې او روزنې د لاښه والي په ګډون، د خلکو تر منځ پر همغږۍ او اسلامي ارزښتونو ته په پاملرنې هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي د پوهنې مسئولینو او خلکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدارنګه:
د هرات ولایت د مرکز او نولسو ولسوالیو د پوهنې آمرينو او ښوونیزې څارنې غونډه، د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر په مشرۍ جوړه شوه.
د هرات پوهنې رئیس د اېماندارۍ، خدمت او مسئولیت د اصولو په ګډون، په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د قوانینو او مقرراتو په تطبیق، یووالي، د سلسله مراتبو په مراعاتولو او پر وخت راپور ورکولو ټينګار وکړ.
د یو بل خبر له مخې:
د هرات پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د مولانا عبدالواسع جبلي د هلکانو لېسې څخه لیدنه وکړه او د یادې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره یې وکتل.
نوموړي د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د ياد ولايت څمکنيو ولسوالۍ ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې، د پوهنې رياست او يو شمېر ښوونځيو اداري او تدريسي چارې له نيږدې وکتلې او اړوندو مسئولينو ته يې د ښوونيز حالت د لا ښه والي په موخه، لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
پکتیکا
د پکتيکا ولايت پوهنې رياست د درسي کتابونو د وېش پلاوي له لوري، د ياد ولايت مټاخان ولسوالۍ د ښوونځيو مسئولينو ته د درسي کتابونو د وېش طريقه او له زده کوونکو څخه د درسي کتابونو د راټولولو د څرنګوالي په اړه يو سيمينار په لاره واچول شو او په دې برخه کې يې ګډون والو ته لازم معلومات ورکړل.
