له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه
لوګر
د لوګر ولایت یو تن د پوهنې دوست شخصیت استاد جمشید صبوري، د یاد ولایت د مرکز اړوند ښوونځیو له ۶۰ یتیمو او بې وزله زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته وکړه.
نوموړي وويل، چې له یادو مرستو څخه يې موخه، د زده کوونکو زده کړو ته هڅونه ده.
د لوګر پوهنې رياست له یادو مرستو څخه هرکلى وکړ.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري د یاد رياست له آمرینو او اداري او تدريسي مدېرانو سره د ليدنې پر مهال له هغوی وغوښتل، چې د دیني مدارسو د زده کوونکو د ښوونیزې کچې لوړولو ته جدي پاملرنه او له مراجعینو سره باید نېک او اسلامي چلند وکړي.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د یاد ولایت په مرکز پل علم کې د شهید غلام نبي سمسور د هلکانو عالي لېسې ادارې ته ۱۲ پایې کمپیوټرونه ووېشل، چې په ترڅ کې یې د یادې لېسې ۱۰۰ تنو زده کوونکو ته د کمپیوټر د زده کړې آسانتیا برابره شوه.
کاپیسا
د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني او ورسره مل پلاوي د شهید نجیب الله، شهید محمد قاسم او حاجي محمد نعیم تګابي د لومړنیو ښوونځیو څخه د څارنې په ترڅ کې د هغوی اداري او تدریسي اسنادو هم وارزول.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني او ورسره مل پلاوي، د تنګي عالي لېسې، دامان منځني ښوونځي او همت الرحمن خصوصي لېسې له اداري او ښوونيزو فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسئولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
