له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
فراه
دفراه ښار د پوهنې آمر مولوي محمدقاسم معتصم د فراه ولايت د مرکز اړوند د تیوسک کلي له مشرانو سره د ابوعبدالله هلکانو لېسې د درسي بهير د ښه والي په موخه وکتل.
بلخ
د بلخ ولایت د نهرشاهی ولسوالی د پوهنی آمر د امیر علي شېر نویي لومړني ښوونځی د ښوونیزو او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.
کابل
د چهارآسیاب ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر د للندر سیمې له مسوولینو او د خلکو له استازو سره مشورتي ناسته وکړه.
په دې کتنه کې نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د ښوونيزو پروګرامونو لپاره د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د سیمي خلکو د استازو په حضور کې د پوهنې آمریت د کړنو د ستاینې په ترڅ کې د کابل ولایت د پوهنې ریاست له پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
همدارنګه مسوولینو د محصنات نجونو مدرسې او يو شمېر ښوونځيو څخه ليدنه وکړه او د ملالۍ شهيد لېسې په انګړ کې يې يو شمېر مېوه لرونکي او زينتي نيالګي کېنول.
لغمان
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د میا عبدالکریم او میا صاحب د ښوونځیو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د يادو ښوونځيو په رغولو کې په ټوليزه توګه اته ميليونه او نهه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د يونيسف موسسې له خوا ورکړل شوى او ټول اړين توکي پکې شامل دي.
په یو بل خبر کې د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د غر درې او چهارباغ له ښوونځیو څخه څارنه وکړه.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت د پوهني رئیس او د نتایجو او شهادتنامو عمومي مدير د يوې پرتميني غونډي په ترڅ کي د پوهني وزارت د مشرتابه له لوري د ستاينليکونو په ورکولو سره وستایل شول.
کابل
د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر کوهدامن لېسې ته لاړ او زده کوونکو ته یې په ورځنيو چارو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کړنو په رعایتولو او د علمي ډسپلین په ګډون په اړینو مسایلو ټینګار وکړ او د شته ستونزو په اړه یې له مدیر او ښوونکو سره مشورې وکړې.
