له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۲:۵۳
ارزګان

ارزګان

الحاج مولوي شمس الله کامران آخندزاده د يونيسف نړيوال دفتر له استازي سره وکتل او د دې ولايت د پوهنې رياست د ستونزو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
یاد پلاوي د دې ولایت له ملالۍ لېسې څخه هم لیدنه وکړه.

میدان وردګ

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د دې ریاست د ښوونې او روزنې آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه او په مهمو ښوونیزو موضوعاتو یې پرېکړې وکړې.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت د اشترلي ولسوالۍ د طاق عروس سيمې يو شمېر ديني عالمانو، ولسي مشرانو او د خلکو استازو د دې ولايت د پوهنې له سرپرست رئیس قاري عنايت الله سهار سره وکتل او د يو لړ ستونزو د وړاندې کولو ترڅنګ يې د طاق عروس عالي لېسې نیمګړتیاوې ورته وړاندې کړې.

پروان

د پروان ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دې ریاست د ښوونې او روزنې آمر تر څارنې لاندې د دولتي ادارو او مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه. 
د مرستندویو بنسټونو استازو د یاد ولایت د پوهنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور ورکړ او خپل نوي پروګرامونه یې معرفي کړل.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني او ورسره مل پلاوي د حصه اول ولسوالۍ په قاضي خېل کلي کې د معصومیه دارالعلوم او دارالایتام له ښوونیز بهير څخه د ليدنې پر مهال د ښوونکو او زده کوونکو وړانديزونه يې واورېدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS