له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د دغه ولایت په دره نور ولسوالي کې د ستن، دره نور، آملې له لېسو او له حقانیې مدرسې څخه څارنه وکړه.
په دې کتنه کې د پوهنې رئيس د آزموينو د ليدنې پر مهال د يادو ښوونځيو اداري او تدريسي اسنادونه هم وڅېړل.
د يادونې وړ ده، چې د پوهنې رئيس د ستن لېسې زده کوونکي د نغدي ډاليو په ورکولو سره وستایل.
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د پوهنې آمریت او د تعلیمي څارنې غړو د دغه آمریت له کارکوونکو سره د ناستې په ترڅ کې د ښوونځیو د تشکیل د نشتوالي، د ښوونځیو د بیارغونې، د ښوونکو د ستونزو، د نصاب د منظمې څارنې، د ښوونځیو د شوراګانو د جوړولو او فعالولو په اړه بحث او پرېکړې وکړې.
بلخ
د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د مزارشريف ښار په زاړه کمربند کې د امام غزالي مدرسې ته ولاړ او د يادې مدرسې د نارينه او ښځينه برخو له اداري او تدريسي چارو يې څارنه وکړه.
نوموړي د یادې مدرسې له مسئولینو او استادانو سره په لیدنه کې د مدرسې د اداري وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
کابل
د سروبي ولسوالي د ماشوم ساتنې مؤسسې سیمه ییز دفتر د دې ولسوالي د پوهنې ریاست په مرسته د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د څلوېښتو ټولګیو زده کوونکو ته ښوونیزې، روغتیايي او سپورتي بستې ووېشلې.
غزني
د جاغوري ولسوالي د پوهنې آمر د دې ولسوالي د سروري لېسې له تعلیمي او اداري بهير څخه د ليدنې پر مهال د يادې لېسې د کمپيوټر خونه هم پرانيستله.
