له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۴:۱۵
۱۲۳۴

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د دغه ولایت د ۲۵ خصوصي مدارسو له مسؤلینو سره وکتل او د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د عملي کولو په باب یې ورسره خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د پوهنې رئیس په هېواد کې د دیني مدارسو لپاره د ښوونکو د سل زره نویو بستونو د منظورۍ یادونه وکړ.

له همدې ریاست څخه یو بل خبر؛

 په مزارشريف ښار کې د غلام محمد ميمنې لېسې د ښوونکو لپاره د ښوونکو د مسلکي ودې د آمریت له لوري د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په اړه يو سيمينار جوړ شو.

له همدې ولایت څخه یو بل خبر

 د بلخ ولایت له مرکز او د مارمل، حیرتان او شور تپې ولسوالیو له ښوونځیو څخه راپورونه وايي، چې د پوهنې مسئولینو په اړوندو ښوونځیو کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر له خوا مرسته شوي درسي کتابونه، قرطاسیه او نور ښوونیز توکي وېشلي دي.

ارزګان

په ارزګان ولایت کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمریت د دیني مدارسو د ښوونکو د خالي بستونو د ډکولو په موخه د له ۱۲۷ تنو نوماندانو څخه ازموینه واخیسته.

د دوی په وینا؛ له دې جملې څخه ۶۰ تنه هغه نوماندان چې معیاري نمرې ترلاسه کوي، په پام کې ده چې د ارزګان د مرکز او ولسوالیو په دیني مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

غزني

په غزني ولایت کې د دعوت او ارشاد مسئولینو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي میرنصیر احمد حسیني سره وکتل او د دوی د فعالیتونو په برخه کې یې پر یو لړ ستونزو خبرې وکړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د غزني ولايت د پوهنې رئيس له يادې ادارې سره همکاري له خپلو مسئوليتونو څخه وګڼله او د هر ډول مرستو ژمنه یې ورسره وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS