له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۹:۵۳
fg

هلمند


په هلمند ولایت کې د محمد انور خان لېسې مسوولینو څه موده وړاندې د همدې لېسې د زده کوونکو ترمنځ د حسن قرائت سیالي پیل کړې وه، چې له دوو میاشتو څخه وروسته پای ته ورسېده.
 په همدې مناسبت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوو او ګڼ شمېر علماوو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون مراسم جوړ شوي وو، علماوو د قرآن کریم  پر ارزښت او د حافظانو پر مقام خبرې وکړې. 
د یادولو وړ ده چې په دې سیالیو کې ټولټال ۳۱۵ تنو زده کوونکو برخه اخیستې وه چې له دې جملې څخه ۹۳ تنو معیاري نمرې ترلاسه کړې دي.

لغمان

د عبدالله لغماني او روښان لېسو د ورزشي لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د روښان لېسې په ورزشي ډګر کې د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي، د يادو لېسو د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون ترسره شوې.
په پایله کې د ډاکټر عبدالله لغماني د لېسې زده کوونکي وتوانېدل چې د ۱۱۶ منډو په توپیر د دې سیالیو اتلولي خپله کړي.

د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د يادې ادارې له آمرینو او مديرانو سره په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل چې له مراجعينو او همکارانو سره ښه چلند وکړي او په خپلو کارونو کې نوښتونه رامنځ ته کړي.

هرات

د هرات د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالجليل مزمل او ورسره مل پلاوي د شيخ محمد عمر جغاره ګي لېسې څخه ليدنه وکړه او د يادې لېسې د بېلابېلو ټولګيو د ليدنې پرمهال يې له ښوونکو او زده کوونکو سره هم خبرې وکړې.

ارزګان

د اروزګان پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې کارکوونکو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترینکوټ، چورې او ګزاب د ۱۵ ښوونځیو له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS