له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۳:۵۴
الحاج مولوي محمدنور عزيزي رئيس معارف ولايت بغلان با عبدالحي يعقوبي رئيس تعليم وتربيه کميته سويدن ديدار نموده و در مورد برنامه آگاهي دهي مبنی بر حق تعليم افراد دارای معلوليت، براي دانش آموزان اناث و ذکور بحث و تبادل نظر نمودند.

هرات

د هرات ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني د خپل کار په دفتر کې د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو له رئیس الحاج مولوي جمال الدین عمري سره وکتل.
دواړو لورو په دغه ولايت کې د ښوونيزو پروګرامونو د ښه والي او د کوچيانو لپاره د غزنوي ښوونځي د جوړېدو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

بغلان

د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د سویډن موسسې د ښوونې او روزنې له رئیس عبدالحی یعقوبي سره وکتل او په دغه ولایت کې د معلولینو او همدارنګه د نجونو او هلکانو د تعلیم په باب یې ورسره خبرې وکړې.

له همدې ولایت څخه

د بغلان ولایت د ښار د پوهنې آمر مولوي عبدالرقیب حقاني د یاد ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې له آمر مولوي محمد یاسین زاهد سره یو ځای د حوا، حضرت زاید (رض) او کریم شهید لېسو له اداري چارو څخه څارنه وکړه. د ښوونکو درسي پلانونه، د تدریس لارې چارې او حاضري یې وڅېړله او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې.

بل خبر دا، چې د برکه ولسوالۍ د پوهنې آمر حافظ عین الدین رحیمي د تعلیمي څارنې له غړو سره یوځای د بادام دره له منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه او د یاد ښوونځي ښوونکو ته یې د تدریسي مېتودونو او د نصاب د پراختیا په باب لارښوونې وکړې.
 
د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالکریم روحاني د ښوونکو د آزموینې د بهیر د شفافیت او عدالت د تامین په موخه چې په دې وروستیو کې د کریم آقاخان موسسې له خوا د دې ولایت په سنګران عالي لېسه کې پیل شوې وه، لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS