له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
کندز
په کندز ولایت کې د لسم او یوولسم ټولګیو لپاره له مجاهدینو څخه د سویې ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې وزارت د طرزالعمل له مخې د الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد تر څارنې لاندې د ۹۰۰ مجاهدینو څخه د یوه پلاوي په حضور کې د سویې ازموینه واخیستل شوه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس وويل: د ازموينې غوښتونکي هغه مجاهدين دي چې له تېرو شلو کلونو راهېسې د جهاد په سنګر کې وو او د زده کړو زمینه ورته برابره نه وه.
بلخ
د بلخ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د خواجه بهاءالدین لېسې له ښوونیز بهیر او اداري چارو څخه څارنه وکړه.
کابل
د میربچه کوټ ولسوالۍ د تعلیمي څارنې ټیم د دې ولسوالۍ د میربچه خان لېسې او د لغمان د لومړني ښوونځي له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښوونځیو د نظم د مراعاتولو په باب له مسوولینو او زده کوونکو سره خبرې وشوې.
لغمان
د لغمان د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو لخوا د وړاندیز شوي تعلیمي څارنې د پلان له مخې د ۲ نمبر نویا لېسې تدریسي او اداري چارې تر څارنې لاندې ونیول شوې.
همدا شان
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس د دغه ریاست د تعلیمي څارنې ټیم سره یو ځای د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د سنګراک لېسې له ښوونیز بهیر او اداري فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
له دې ولایت څخه یو بل خبر
د الینګار ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د چطلا او لاجدرک ښوونځيو څخه لیدنه وکړه او د همدې لېسې ته څېرمه ۱۰۸ متر مربع ځمکه کې چې د دې سیمې د خلکو لخوا دې ښوونځي ته ورکړل شوې وې د بنسټ ډبره کېښوده، چې نوي ټولګي پکې شامل دي.
