له ولایتونو څخه د خبرونو لنډیز
لوګر
د لوګر ولایت د پوهنې دوست شخصیت میرویس ستانکزي د ۵۷ زره افغانیو په شخصي لګښت، د محمدآغې ولسوالۍ کتب خېلو هلکانو لېسې ادارې لپاره ۳ سېټه کوچونه، ۷ پایې څوکۍ، ۲ پایې مېزونه او یوه پایه المارۍ مرسته وکړه.
د لوګر پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزيز د دغه با احساسه هېوادوال له همکاريو څخه مننه او قدرداني وکړه .
همدارنګه:
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د روغتيايي څانګې مسئولينو د معلوماتو له مخې، د لوګر ولايت پوهنې رياست ٧٠ تنو کارکوونکو ته دوه ورځنى روغتيايي سيمينار دایر شو.
په یاد ښوونیز سیمینار کې ګډون والو ته د چاپېریال ساتنې، د ښوونځي د پاکوالي او شخصي حفظ الصحې په اړه زده کړه ورکړل شوه.
کندز
د کندز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسمعیل ابو احمد، د یاد ولایت د نهو ګونو ولسوالیو له پوهنې آمرینو سره د کتنې پر مهال، هغوی ته د سیمه ییزو ټولګیو د کړنو، د یادو ټولګیو د تنظیم او د پوهنې وزارت د نصاب پلي کولو په تړاو ځانګړې سپارښتې وکړې.
د یو بل خبر له مخې:
د کندز ولايت پوهنې رئیس د نوي کابل بانک له مدیر سره د یاد رياست د کارکوونکو معاشونو ورکړې په برخه کې د آسانتياوو رامنځته کولو په باب خبرې وکړې .
له بلې خوا د ياد بانک مسئول ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د پوهنې کارکوونکو معاشونو وېش په برخه کې به لازمې آسانتياوې رامنځته کړي.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د بندیانو لپاره د سواد زده کړې ټولګي جوړ کړل.
د یاد ولایت پوهنې رياست مالي او اداري آمر د ټولنې ټولو طبقو ته د زده کړو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د ډاډ تر څنګ، له بندیانو وغوښتل تر څو د سواد زده کړې په برخه کې جدي هڅې وکړي.
