له ولایتونو څخه دپوهنې خبرونو لنډیز
پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د یاد ریاست له کارکوونکو سره غونډه وکړه او له هغوی سره يې په ښوونځيو او مدارسو کې د ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو زده کوونکو د شاملېدو، د ښوونیز وضعيت د لاښه والي، د ښوونکو د معاشونو پر وخت د ورکړې او د مراجعینو د ستونزو هواري په اړه بحث او خبرې وکړې.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ د اروند ترنګ لېسې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د ودانیزو توکو پر ښه کیفیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي د یاد ښوونځي د زده کوونکو اداري، تدریسي او ښوونیز فعالیتونه هم وارزول.
ننګرهار
د پوهنې په برخه کې د یوه همکار بنسټ له لوري، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو پر زده کوونکو د زده کړې توکي ووېشل شول او له نورو زده کوونکو سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د یاد ولايت پوهنې رياست د دغه ادارې له همکارۍ خوښي څرګنده کړه.
همدارنګه:
د ننګرهار پوهنې ریاست د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د والدینو د حقونو تر سرلیک لاندې علمي سیالۍ پیل کړې.
د یادو سياليو د تر سره كولو موخه، ځوانان د ميندو او پلرونو له حقونو څخه خبرول دي.
بیا هم له یاد ولایت څخه:
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت چپرهار ولسوالۍ د ذکور تريلي لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه.
