له ولایتونو د پوهنې فعالیتونو اړوند د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۴:۴۹
123

 کابل

 د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمريت ته ولاړ او د دغه امريت د اداري او تدریسي فعالیتونو د ارزونې پرمهال یې هلته د یو شمېر ښوونځیو  څلورنيم مياشتنيو ازموينو له بهير څخه هم لیدنه وکړه. 

همدارنګه، د کابل ولایت د پوهنې ریاست د ازادې سیالۍ په بهیر کې له ۱۸۷ تنو وړ کسانو څخه د ازادې سیالۍ په بهیر کې ازموینه واخیسته.
د دوی له منځ څخه، هغه وګړي چې لوړې نومرې ولري په دیني مدرسو کې به د استادانو په توګه وګمارل شي.

غزني

د غزني ښار يو شمېر قومي مشرانو او د ښوونځيو د شورا غړو د ياد ولايت د پوهنې رياست له مشرتابه پلاوي سره د يوې غونډې په ترڅ کې له پوهنې رياست سره د پلانونو د تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

پکتیا

 د پکتيا ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې ادارې له مسوولينو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د خپلو ورځنيو چارو په ترسره کولو کې اصول، دنده، همغږي او ښه اخلاق په پام کې ونيسي.
 د غونډې ګډون والو هم خپلې ستونزې او غوښتنې د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

 سمنګان

د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني او ورسره مل پلاوي د حضرت سلطان ولسوالۍ د يو شمېر ښوونيزو ادارو له تدريسي او اداري فعاليتونو څخه کتنه وکړه.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS