له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه
پنجشېر:
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست ځانګړې غونډه د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس په مشرۍ،چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، ملي راډيو تلويزيون، سپورت او بدني روزنې استازو ګډون درلود، جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې پوهنې رئیس د ياد ریاست يو شمېر اړتیاوو لکه؛ درسي کتابونو، سپورتي وسایلو، د ښوونځیو او مدارسو بیارغونې په هکله یادونه وکړه او د غونډې له ګډون والو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.
سمنګان:
د سمنګانو ولايت پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني د دوآب ولسوالۍ د ښوونځیو له آزموينو څخه د ليدنې په ترڅ کې، د يادې ولسوالۍ پوهنې آمريت له فعاليتونو څارنه وکړه.
دغه راز يې د پوهنې د وضعيت ښه والي، نويو زده کوونکو د جلب او جذب او هغوى ته د ښوونيز چاپيريال برابرولو په موخه له علماؤ، قومي مشرانو، ښوونځيو له شوراګانو او د زده کوونکو له والدينو سره تفصيلي خبرې وکړې.
لوګر:
د لوګر ولایت په ۶۰ بابه سیمه ییزو مدارسو کې د ۱۶۷ استادانو ګمارنې بهیر پیل شو.
د پوهنې مسؤلینو د وینا له مخې، په دې پروسه کې هغه ښځې هم شاملې دي، چې پخوا یې د آزادې سیالۍ آزموینو له لارې د ګمارنې معیارونه پوره کړي وو.
پروان:
د پروان ولایت پوهنې رئيس مفتي محمدحسن حقاني په مشرۍ د ياد ولايت پوهنې رياست کې د نوي تشکیل د تطبیق په موخه غونډه جوړه شوه.
پوهنې رئيس د دغه رياست د نوي تشکيل د تطبيق په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، کوم کارکوونکي چې له دندو ګوښه شوي دي، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم به خالي بستونو کې وګمارل شي.
تخار:
په دې وروستيو کې مولوي ګل محمد بشير د تخار ولايت ښوونې او روزنې آمر په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړی د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت پوهنې رئيس لخوا اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.
