له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۱:۳۸
فشرده از فعالیت های معارف در ولایات

جوزجان:
د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د دغه ولایت د آقچې د هلکانو د لیسې او د خانقاه ولسوالۍ د ښوونځیو د پنځوسمې دورې د فارغانو د فراغت په مراسمو کې یې ګډون وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ په ځان یو کړي .
نیمرزو:
د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د قلعه محمد د هلکانو په لېسه کې د ۱۵۰ زده کوونکو په ګډون د سیرت النبي ص څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د دې سیالیو تنظیموونکو ویلي، چې د دغو سیالیو له پیلولو یې موخه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د اخلاقو او سیرت په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړول دي.
میدان وردګ:
د میدان وردګو ولایت له جهادي مدرسې څخه ۱۴ تنه له وړې دورې څخه او ۱۰ تنه د حدیث له لوې دورې څخه فارغ شول.
 په هغه غونډه کې چې د دوی د درناوي په موخه جوړه شوې وه د پوهنې او نورو دولتي ادارو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو برخه اخیستې وه.
ويناوالو د خوښۍ او مبارکۍ د څرګندولو په ترڅ کې عالمان او د ديني علومو زده کوونکي یې د پيغمبرانو وارثین وبلل او له هغوى يې وغوښتل چې د ولس او ټولنې د خدمت په لاره کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت له ښاري دارالحفاظ څخه ۲۱ تنه فارغ شول.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مفتي تاج محمد جواد فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو پر مهال له والدینو وغوښتل، چې خپل اولادونه په دیني او عصري علومو سمبال کړي، ځکه د ولسونو د بقا یوازینی شی علم او پوهه ده.
ښاغلي جواد د دغو فارغانو اول نمرې ته شل زره افغانۍ د جایزې په توګه هم ډالۍ ورکړې.
فراه:
د فراه ولایت د ښاري پوهنې آمر مولوي محمد قاسم معتصم د باغ پول، ګنهکان ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو او د رج نجونې ښوونځي د بیارغاونې له چارو څخه څارنه وکړه او مسوولینو ته یې د پوهنې د کیفیت د لوړولو په اړه لارښوونې وکړې.
همدا ډول:
د دغه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د زوړ ښار د منځني ښوونځي ټول اداري اسنادونه یې وڅېړلې.
د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د آمریت مسوولین وايي:
د دې ولسوالۍ د پوهنې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ۵ ورځنی سیمینار چې څه موده وړاندې پیل شوی و، پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS