له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۱:۲۵
مختصری از کارکرد های معارف ولایات

پکتیکا:
 د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د دې ولایت د پوهنې ریاست د ۷ او ۸  تشو بستونو د ډکولو په موخه  ۹۳ خالي بستونه یې سیالۍ ته وړاندې کړي، چې له ۱۵۳ تنو څخه یې ازموینه واخیسته.
 د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست مالي او اداري آمر مفتي تاج محمد جواد د دې پروسې د روڼتيا د ډاډ تر څنګ له ګډونوالو وغوښتل، چې د دندو په ترسره کولو کې مادي ګټې په پام کې مه نیسئ، بلکې هېواد ته په اخلاص سره خدمت وکړئ.
خوست
د خوست ولایت د مشعل خصوصي عالي لېسې د دولسم ټولګي فارغانو د خپلو علمي او تجربوي درسونو په پایله کې د MD104R یو میل میزایل جوړ کړی، چې د دې ولایت د پوهنې د رئیس مولوي سید وسیم ملیار او د دې ولايت د امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت په حضور کې یې په بریالي توګه په عملي ډول نندارې ته وړاندې کړ.
نیمرزو:
د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل احمد حقاني د کوار موسسې له مسوولینو سره یو ځای د دغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ د حامد کرزي او بي بي آمنه لېسو له اداري او تدریسي چاروڅخه وکتل او د دغو ښوونځیو د اوبو د زېرمه کولو له تاسیساتو څخه یې هم لیدنه وکړه. او همدارنګه د سیمه ییزو او ګړندي زده کړې له ټولګيو څخه یې هم لیدنه وکړه.
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس د يادو ښوونځيو د ستونزو د څېړلو پر مهال د دې ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د خپلو اولادونو زده کړو ته جدي پاملرنه وکړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت غړو د دغې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو د اسنادو او فعالیتونو د څارنې او کنټرول په اړه د جلا جلا غونډو په ترڅ کې د یادو ښوونځیو له مسوولینو، د مدارسو له بنسټګرو او د یادو ښوونیزو بنسټونو د شوراګانو له غړو سره د ښوونې او روزنې د کیفیت او د اداري او تدریسي چارو په اړه خبرې وکړې.
کندهار:
د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالحنان د دې ولسوالۍ له مديرانو او د پوهنې له مسوولينو سره په کتنه کې له هغوى وغوښتل، چې د خپلو ورځنيو دندو په ترسره کولو کې صداقت، شفافيت او عدالت په پام کې ونيسي. نوموړي همدا راز د زیارت چنار عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS