له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۱:۲۴
 مختصری از فعالیت های معارف ولایات

پنجشیر:
د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام عصان حماس د دغه رياست له کارکوونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه رياست په چوکاټ کې د مقرري او تبدیلي د کميسيون د جوړولو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: چې پوهنې وزارت په یو رسمي رالېږي شوي مکتوب سره حکمي مقرروي بند شوي دي او له دې وروسته به په ډلیز شکل د کانکور ازموینې له لارې د رشتې سره سم د لوړو نمرو د اخیستو پر اساس به د ښوونځیو په خالي بستونو کې ګمارل کېږي.
لغمان:
د اکتید موسسې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت سره د یونیسف د سیمه ییز دفتر په مالي مرسته د لغمان ولایت په لسو ښوونځیو کې روغتیايي پروژې پیل کړې.
د دغه ولایت د پوهنې د مسوولینو په وینا، په دغو پروژو کې د اوداسه خونې، د سپټیک څاه ګانې، کثافاتو دانۍ او د څښاک پاکې اوبه شامل دي، چې د دې ولایت د مهترلام د لیسې په شمول د قرغیو او الینګار ولسوالیو په ښوونځیو کې به پلي شي.
د پوهنې ریاست مسوولینو او ځايي خلکو له یادې ادارې څخه د مننې په ترڅ کې له دوی وغوښتل چې دغه پروګرامونه د لغمان ولایت په ټولو ښوونځیو کې پلي کړي.
بدخشان:
د بدخشان د پوهنې ریاست مالي او اداري آمر عبدالهادي هادي له خپل ملګري ټیم سره په شهر بزرک والسوالۍ کې د کول عالي لېسې د کلنۍ ازموینو د څارنې پرمهال په دې ولسوالۍ کې یې د سواد زده کړې د کورسونو وضعیت او امکانات هم وڅېړل او د دوی له هڅو یې مننه وکړه.
میدان وردک:
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت د دې ولایت د ولسوالیو د سواد زده کړې ادارې د مدیرانو او ښوونکو لپاره یې یو ورځنی سیمینار جوړ کړ او ګډونوالو ته یې د سواد زده کړې د سیمینارونو د جوړولو په اړه معلومات ورکړل.
لوګر:
په لوګر ولایت کې د IRC ولایتي موسسې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې بي بي آمنې نجونو ښوونځي لپاره او د دغه ولایت د محمدآغې ولسوالۍ دشتک هلکانو عالي لېسې لپاره یې د پاکو اوبو دوه څاګانې وکیندلې، چې د دغو څاګانو په کیندلو سره به د یادو ښوونځیو زرګونه زده کوونکي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS