له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۰:۹
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست د بشري سرچینو د عمومي مديريت مسوولينو د دغې ادارې يو کلن کاري راپور یې د دغه ولايت د پوهنې رياست مشرتابه پلاوي ته وړاندې کړ.
 د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس د دغې ادارې د فعاليتونو د ستاينې په ترڅ کې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سمنګان:
د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د کانکور د ملي آزموینو ادارې د لارښوونې پر اساس، د دغه ولایت د دیني علومو، د شپنیو ښوونځیو او اختصاصي بنسټونو د کانکور د ازموینې د ورکړې په موخه د بایومټریک پروسه د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي او د پوهنې ریاست د استازو په حضور کې په لاره واچول شو.
کندز:
د کندز د ښوونې او روزنې آمر قاري ګل رحیم احمدي وايي: د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اوچا موسسې په مالي مرسته یې ۲۱۰ ماشومانو ته په اوو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې او د دغه پروګرام له مخې به هر ماشوم ته د یوه کال لپاره درس ورکړل شي.
کندهار:
د کندهار ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر مولوي نعمت الله الفت د دغه ولايت له رشیدیه مدرسې څخه یې ليدنه وکړه.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د مومندرې ولسوالۍ د ولسونو په مرسته د ۲۰۰ او شل زره افغانیو په لګښت په دغه سیمه کې د ګردي غوث لېسې د اتو درسي ټولګيو د بیارغونې چارې روانې دي. او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي..
له بلی خوا:
د دې ولایت د پوهنې چارواکي وايي، د دغه ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د بي بي مريم منځني ښوونځي شاو خوا ټولې خیمې او ترپالونه د سخت باد له امله زیانمن شوي او له کاره لویدلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS