له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
فراه:
د قران کريم د حسن قرائت سيالۍ د فراه ولايت د حضرت عمر فاروق (رض) په جامع جومات کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د حافظانو په ګډون چې زياتره يې د مدارسو او دارالحفاظونو زده کوونکي وو ترسره شوه.
د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم د غونډې ګډونوال یې یووالي ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې خپل اولادونه مدارسو او جوماتونو ته د قرانکریم د زده کړې لپاره واستوي.
لوګر:
د لوګر ولايت د پوهنې مسوولين وايي: CIC موسسې د دغه ولايت د پوهنې رياست سره په همغږۍ په لوګر کې د سيمه ييزو زده کړو د ټولګيو په ګډون ٧٠ تنو نويو ښوونکو ته یې لس ورځنى روزنيز سيمينار جوړ کړ.
د دوى په وينا: په دې لس ورځني سيمينار كې به ګډونوالو ته د ښوونيز نصاب، د درسي موادو د پېژندنې، د درسي پلان د جوړولو او د بېلابېلو درسي ميتودونو په برخو كې روزنه وركړل شي.
بلخ:
د بلخ ولایت د دولت آباد والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمد مير سعيد د يادې والسوالۍ د ښوونځيو له مسوولينو سره ناسته وکړه او هغوى ته يې د خپلو دندو په اړه لارښوونې وکړې او د سيمينار له ګډونوالو يې وغوښتل، چې د پوهنې رياست د لارښوونو او طرزالعملونو له مخې خپل ورځني فعاليتونه جوړ کړي..
کندهار:
د کندهار د غورک والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي داد محمد د دې والسوالۍ د ښوونځيو له آمرینو او مديرانو سره په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل، چې د پوهنې وزارت د قوانينو او طرزالعملونو په رڼا کې خپلې ورځنۍ چارې په شفاف ډول تنظيم کړي او د پوهنې د پرمختګ لپاره جدي کار وکړي.
پکتیکا:
د پکتيکا د ګيان والسوالۍ د پوهنې د څارنې ټيم د مفتاح العلوم مدرسې له کلنۍ ازموينې څخه څارنه وکړه او په دې برخه کې یې پر شفاقیت او عدالت ټينګار وکړ.
