له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۳:۲۷
234

پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د ښوونځیو د خالي بستونو، د زده کوونکو نمبر اساس د ټولګیو د حاضري سره سم . د زړو وسایلو رغول او د زده کوونکو د ورځنیو نمرو ټاکل او داسې نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د ودان موسسې له خوا د ښوونکو د استخدام په موخه د ازادې سیالۍ په ترڅ کې د خپلو اړوندو په ۲۷ سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو یې ښوونکي وګمارل. د دغه ولايت د ښوونې او روزنې آمر مولوي خان محمد مستغفي د دې ازموينې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ له ګډونوالو وغوښتل، چې د هېواد د بچيانو د ښوونې او روزنې لپاره په صادقانه توګه کار وکړي.
بدخشان:
د بدخشان ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د سامع غوښتونکو د ازموينې پروګرام د شرايطو وړ نوماندانو د اسنادو له پروسس څخه وروسته په رسمي ډول پيل شو.
 د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال مسوولینو ته د لازمو لارښوونو او د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې ټینګار وکړ: غوره شوي ټیم باید له شته معیارونو سره سم د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې د ازموینې تر ختمېدو پورې پوره هڅې وکړي. ترڅو د ګډونوالو ښوونیز حقوق برابر کړي او په دې برخه کې شفافیت په پام کې ونیسي.
بامیان:
د بامیان ولایت د پوهنې رئیس ناظر جعفري له خپلو کارکوونکو سره یې غونډه وکړه او د پوهنې وزارت له غوښتنو سره سم یې د تخنیکي لارښوونو په اړه یې له اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې او د یوې منظمې او شفافې ازموینې په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.
کندهار:
د پوهنې وزارت د رهبرۍ د غوښتنو له مخې مولوي نذیر احمد ماهر د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې د آمر په توګه وټاکل شو.
 ښاغلي ماهر د دغه وزارت د مسوولینو له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ښه والي په برخه کې به جدي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS