له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۹:۴۹
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د ماشومانو د ساتنې موسسې د ٢٨٠زره يورو په مالي لګښت یې د جوزجان ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پنځو ښوونځيو لپاره یې ميزونه، څوکۍ او نور وسایل او د يو شمېر نورو ښوونځيو ویجاړ شوي برخي بیارغولي دي. د دغه ولایت په مرکز شبرغان او اقچې، فیض آباد والسوالیو کې یې د ښوونځیو د اوبو څاګانې، سولري واټرپمپونه، معیاري خیمې او د اوبو پاکولو وسایل جوړ شوي دي.
 د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د دغه ښوونځي په زده کوونکو باندې ژمنۍ جامې او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.
نورستان:
د پوهنې وزارت مالي او اداري ریس ډاکټر سلیم الرحمن هشام نورستان ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره په کتنه کې د ښوونې او روزنې د پرمختګ په لارو چارو خبرې وکړې. په خپلو خبرو کې وویل، چې د علم ترلاسه کول د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.
سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د الجهاد ولسوالۍ له دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه او د یادو مدارسو د ښوونکو د هڅو او د زده کوونکو د علمي کچې د لوړوالي په برخه کې یې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ. .
نوموړي د دې ولسوالۍ له قومي مشرانو او د پوهنې له مسوولینو سره په لیدنه کې د سواد زده کړې د ۱۰ ټولګیو د جوړېدو مبارکي هم ورکړه.
نیمروز:
د نیمروز ولایت د سیستان د عالي لېسې د ۱۰ ورزشي ټیمونو ترمنځ د سولې او دوستۍ تر نامه لاندې د فوټسال سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې پیل شوې وې، د دې لېسې د دولسم ټولګي د الف ټیم په اتلولۍ پای ته ورسېدې او د دې کپ غوره لوبغاړي د اړوندو مسوولینو له خوا په ستاینلیکونو ونازول شول.
کندز:
دکندز ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د شهيد سردار محمد داوود لېسې د بيارغاونې کار د سويډن کميټې له خوا د ١٣،٤ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخيستنې وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS