له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۴:۵۱
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

پروان:
د پروان ولایت د جهادي مدرسې د علماوو او حافظانو د لویې او وړې دورې د فراغت مراسم د دغه ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسوولینو په ګډون د یاد ولایت په مرکزي دارالعلوم کې ونمانځل شوه.
د دغه ولایت والي او د پوهنې او د استخباراتو رئیسانو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال وویل، چې د دغه ولایت د جهادي مدرسې له فعالیتونو څخه یې موخه دا ده، چې ځوان نسل په شرعي علومو پوه وي او په دوی کې ملي او اسلامي روحیه پیاوړی شي. او د دې دورې له ټولو فارغانو یې وغوښتل چې د علم په ترلاسه کولو کې خپله پوره هڅه وکړي او نورو ته یې هم ورسوي.
پکتیکا:
د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست د مطبوعاتو له مديريت څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولايت د جهادي مدرسې د زده کوونکو د استفادې په موخه د پکتيکا پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمریت ته د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت له لوري ٣٠٢٨ ټوکه ديني کتابونه رارسېدلي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم دغه ولايت ته د ښوونځيو زرګونه ټوکه درسي کتابونه، چې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې په کې شامل دي رالېږل شوي وو.
سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست په دې وروستیو کې د دغه ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ۴۴ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او د ښوونې او روزنې د څارنې غړو ته د مدیریت د اصولو او میتودولوژۍ په اړه روزنیز کورس جوړ کړی و، چې د پوهنې د مسوولینو په ویناو او د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.
کندهار:
د CIC موسسې مسوولینو د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سیمه ییزو زده کړو د ټولګیو په ګډون د ۲۷ تنو نویو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار جوړ کړ.
کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د پوهنې وزارت له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې۶ ۱۶ زره او ۷۶ سوه ټوکه درسي کتابونه دې ریاست ته ځانګړي کړي، چې له دې جملې څخه ۲۰۶ زره او ۹۴۱ سوه ټوکه دې ریاست ته استول شوي او پاتې نور به یې هم ډېر ژر واستول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS