له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۷
له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

بلخ:
د بلخ ولایت د حنفیه او د حنفیه البیضاء له مدارسو څخه د ۳۰ تنو فارغانو د دستاربندۍ مراسم د بلخ د والي، د پوهنې ریاست او نورو سیمه ییزو ادارو د مسوولینو او ګڼ شمېر علماوو په حضور کې ترسره شول.
د يو بل خبر له مخې: د بلخ ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل ديني عالمانو ته د دولسم او څوارلسم ټولګيو او د ليسانس په کچه د شپږ زره سندونو د وېشلو اعلان وکړ.
دغه راز د دغه ولايت والي الحاج مولوي محمد داوود مزمل د علماوو او استادانو د هڅو د ستاينې ترڅنګ له مسوولينو وغوښتل، چې د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.
خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست رهبري د دغه ولايت د الازهر خصوصي لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ او فارغانو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ له هغوى وغوښتل چې ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي او د هېواد په پرمختګ کې تر خپله وسه کوښښ وکړي.
لوګر:
نقیب الله عاکف د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د علي جان خیلي لېسې د آمر په توګه وپېژندل شو.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه لېسې د پخواني آمر د کارونو ستاینه وکړه او نوي آمر ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د مومندرې ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي مرسته د ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت د مومندرې ولسوالۍ د د بادینزو ښوونځي لپاره ۶ درسي خونې جوړې شوې دي. د دې درسي خونو په جوړیدو سره د دې ښوونځي د زده کوونکو ستونزې تر ډېره حده هوارې شوي دي.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم تر څارنې لاندې جوړه شوه.
د ياد شوي ولايت د پوهنې رئيس د څانګو له آمرینو او د ښوونځيو له مديرانو وغوښتل، چې د زده کوونکو د کره شمېرې، په ښوونځيو کې د تدريسي او اداري موادو د وېش او احصایې د تشکيل د کمښت په برخه کې په نوې بڼه کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS