له ولايتونو څخه د پوهنې خبرونو ته کتنه
 
              لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د شمتيو، هرمل او قلعه شیخان د هلکانو او نجونو ښوونځیو د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې له اړوندو مسئولينو سره تفصيلي خبرې وکړې.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس او ورسره مل پلاوي، د ياد ولايت عنابه ولسوالۍ دشتک سيمې اړوند جهادي مدرسې د آزموينې له بهير څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د يادې مدرسې د ستونزو د حل او آزموينو د څرنګوالي په موخه، د يادې مدرسې له مسئولينو سره تفصيلي خبرې وکړې.
تخار
د تخار ولایت پوهنې ریاست مشورتي غونډه، د ياد ولایت د ۱۷ ښوونيزو اداري واحدونو د تعلیمي څارنې د رئیس په مشرۍ جوړه شوه.
په ياده ناسته کې د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ، د پوهنې کیفیت ته د پاملرنې او د هېواد د ماشومانو د سمې روزنې په اړه پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
هرات
د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې د فوټبال د سياليو پای لوبه د هرات ولايت د پوهنې مسئولينو په حضور کې، د ياد ولايت د انجيل ولسوالۍ د ملکيار لېسې په سپورتي لوبغالي کې ترسره شوه.
 د يادو سياليو په پای لوبه کې د داش خانه لوبډله وتوانېده چې مقابلې لوبډلې ماتې کړي او د ياد جام لومړى مقام خپل کړي.
