له ولايتونو د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۲:۲۷
22

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ولايت نوزاد ولسوالۍ ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې، د يو شمېر دارالعلومونو او ديني مدارسو له اداري او تدريسي کړنو څخه د څارنې پرمهال، د ورځنيو چارو پر لاښه والي ټينګار وکړ.

دغه راز نوموړي د يادو ښوونيزو بنسټونو ستونزې او وړاندیزونه ولیکل او د حل ژمنه یې وکړه.

همدارنګه:

د هلمند ولايت پوهنې رياست په ياد ولايت کې له پاکستان څخه له يوشمېر راستنو شويو کډوالو زده کوونکو څخه د سويې د تثبيت آزموينه واخيسته .

د هلمند پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هېواد ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې جدي هڅې کوي.

یو ځل بیا د ياد ولایت له پوهنې څخه:

د هلمند ولايت پوهنې رياست په اداري غونډه کې د پوهنې رئيس د ياد رياست د تېرو کړنو او پلانونو په اړه له کارکوونکو سره خبرې وکړې؛ د آسانتياوو رامنځته کولو او د ستونزو د حل په اړه يې لازم تصميمونه ونيول.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د غیر رسمي ساعتونو په ترڅ کې، د آقچې ولسوالۍ د یوشمېر مدارسو په لیلیو کې د زده کوونکو شتون وڅېړه او هغوی ته یې د زده کړو په اړه معلومات ورکړل.

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني، په شمال زون کې د ټولنې د همغږۍ او پراختیا له مسئولینو سره وکتل.

همدارنګه نوموړي د ښوونیزو کړنو او چارو د لاګړندي کولو په تړاو یو ځل بیا د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS