له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه
- کابل
د یو علم پروره شخصیت لخوا د کابل ښار ۱۷مې ناحیې اړوند د سید یوسف علمي نمبر یک لېسې لپاره، د ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت ۱۶ غرفې تشنابونه جوړ شول.
- ننګرهار
د ننګرهار ولایت برېښنا رياست چارواکو لخوا، د مرکز اړوند ننګرهار عالي لېسې ته د ۱۵ زره افغانيو په لګښت د برېښنا ټرانسفارمر ورکړل شو.
- بادغیس
د بادغیس ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو د ښوونځیو ۱۵۸ تنو مدیرانو او سر ښوونکو ته، د "اغېزمن تدریس او زده کړې ترویج" تر سرلیک لاندې، ۵ ورځنی ورکشاپ ترسره شو؛ چې بنسټیزه موخه یې په ښوونځیو کې د زده کړې کیفیت لاښه والی دی.
