له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ځینو خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۹
14

بامیان

د بامیان ولایت پوهنې رهبري او چارواکو په حضور کې، د مرکز او شیبر ولسوالیو د سمیه ییزو زده‌کړو ټولګیو اړوندو ښوونکو د ۴۱ خالي بستونو ډکولو په موخه، له ۹۳۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

پکتیکا

د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ ولسونو په مرسته د يو مېليون افغانيو په لګښت، د انوارالعلوم العربيه مستوري ديني مدرسې جوړېدو چارې، د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې پيل شوې.

کابل ښار

د کابل ښار د ښوونځیو ۴۰۰ تنو اداري کارکوونکو لپاره د احصایوي فورمو تشرېح او توضېح کولو سیمینار ترسره شو.

هرات

د هرات ولایت د ګذره او زیرکوه ولسوالیو د سیمه ایزو او تعلیمي شوراګانو ۱۰۰ تنو غړو لپاره په دوو روزنیزو پروګرامونو کې د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS