له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۲:۱۹
12

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست تر څارنې لاندې، د پوهنې ملاتړو بنسټونو د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې، د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو شاوخوا ۳۰۰ پروژې له بهرنیو مؤسسو څخه کورنیو مؤسسو ته وسپارلې.
د غزني پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني پر داخلي ادارو غږ وکړ چې ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د یوې اجتماعي آزموینې په ترڅ کې، له ۱۴۶ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
په پام کې ده هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي د یاد ریاست په بېلابېلو څانګو کې به په دندو وګمارل شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې پروسه کې ۴۰ تنه ښځې هم شاملې وې.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست د لیدلوري په پایله کې احمدګل حیدري د پنځمې ناحیې د پوهنې آمر په توګه وټاکل شو او د یاد ریاست مشرتابه له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.

سرپل

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین  معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، سرپل ولایت ته سفر وکړ او د یاد ریاست له مشرتابه سره یې په لیدنه کې د خپل سفر موخه د پوهنې ریاست او ولسوالیو د مرکزي څانګو له فعالیتونو څخه څارنه وبلله. 

ننګرهار

د ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ د پوهنې آمريت له ۴۷ تنو په شرايطو برابرو کسانو څخه رقابتي آزموينه واخيسته. 
په پام کې ده چې د یادې پروسې بریالي نوماندان به د پوهنې ریاستونو په ادارو کې په دندو وګمارل شي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS