له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۹
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لوګر

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ درې کسیزه کمېټه د پوهنې ریاست د ۵. ۶. ۷ او ۸  بستونو د کارکوونکو د یوکلن فعالیت ارزونه وکړه او مستحق کسان یې له امتیازاتو څخه برخمن کړل.

کابل

د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمر د دغه آمریت له کارکوونکو سره د اونیزې ناستې په ترڅ کې د OCCD موسسې له سیمه ییزو استازو سره هم وکتل.
په دې ناسته کې د یادې موسسې استازي د چهارآسیاب ولسوالۍ د ۱۵ ورځني سروې راپور یې له مسوولینو سره شریک کړ او د یادې ادارې د فعالیتونو او راتلونکو کاري پلانونو په باب یې خبرې وکړې.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت په ۵ ولسوالیو کې د سویډن موسسې سیمه ییز دفتر د ماشومانو د حقونو، لومړنیو مرستو او ښوونیزې مېتودلوژۍ تر خپل عنوان لاندې د سیمه ییزو او چټکو ټولګیو د ۱۳۲ ښوونکو لپاره ۱۴ ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست رهبري د دغه ښوونیز پروګرام له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د دغه ولایت نورو ښوونکو ته یې د دې پروګرام پر دوام ټینګار وکړ.

فراه

د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه وکړه او ددغه آمریت له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې د ورځنيو چارو په ترسره کولو کې اداري اصول او اداري مقررات په پام کې ونيسي او د پوهنې د کيفيت د ټينګښت لپاره زياتې هلې ځلې وکړي.

همدارنګه:

د پوهنې وزارت د زده کوونکو د چارو ریاست پلاوي د فراه ولایت د پوهنې له رئیس اختر محمد زعیم سره په کتنه کې د زده کوونکو د ذهني چمتووالی، په ماشومانو کې د خوندیتوب او ځان ساتنې احساس، د نوښتګرو زده کوونکو ټاکل او د نصاب په نورو مهمو موضوعاتو یې معلومات ورکړل.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس د يادې کمېټې د پروګرامونو د هرکلي په ترڅ کې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS