له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۴:۳۵
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

پکتیکا

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د حکم پر اساس مولوي عبدالقیوم فاروقي د پکتیکا ولایت د پوهنې د رئیس په توګه وټاکل شو او د غونډې په ترڅ کې د دغه ریاست مشرتابه او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. .
نوموړي چې وړاندې د یاد ریاست د ښوونې او روزنې د آمر په توګه دنده ترسره کوله په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له مشرتابه او په ځانګړې توګه د پوهنې له وزارت له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې به له خپل ټول توان څخه کار واخلي. ترڅو د دې هېواد بچیانو ته خدمت وکړي.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب الله حضرت حقاني د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې د خپلو کړو خدمتونو له امله د دغه ولايت د يو خصوصي پوهنتون د مشرتابه له لوري په ستاينليکونو وستايل شو.
د ننګرهار د پوهنې رئيس د ياد شوي پوهنتون له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ په دغه ولايت کې له نوموړي پوهنتون څخه د پوهنې د بډاينې په موخه د لا زياتې مرستو ژمنه ترلاسه کړه.

پروان

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي د پروان ولایت له خصوصي مدارسو او دارالحفاظونو سره د یو میلیون او۷۰ زره ۴۲۰ افغانیو مرسته وکړه.
په هغه مراسمو کې چې د دغه ولایت والي او مشرتابه هم په کې ګډون کړی و، نوموړي دغه پیسې یې د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني ته وسپارلې چې د ټاکل شوې سهمیې له مخې دې په دیني مدارسو ووېشل شي.

کابل

د یونیسف سیمه ییز دفتر د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو د پوهنې د آمرینو لپاره د چاپېریال، د فردي او ټولنیزې پاکوالي په باب یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.
د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي صاحب عبدالحق حقاني د دغه پروګرام له تنظیموونکو څخه د مننې په ترڅ کې د سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې یادې موضوع د خپلو اړوندو ښوونځیو له زده کوونکو او مسوولینو سره شریکي کړي.

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د هېواد په ختیځ زون کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر د ښوونې او روزنې ریاست له استازي مسعود احمد سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په باب خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS