له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي مرسته د پوهنې ریاست د ۱۱۳ آمرینو ، د نظارت غړو، د ښوونکو د روزنې د استادانو او د ساینسي مرکز د غړو لپاره د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار دایر کړ.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست د يوې رقابتي آزموينې په ترڅ کې د ښځو په ګډون له ۴۷ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخيسته، څو د یاد ولايت په خالي ښوونځيو او مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.
کاپیسا
د کاپیسا ولایت مرکز او ولسوالیو په دیني مدارسو کې د درسي کتابونو د وېش لړۍ د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري پیل شوه.
د ياد ریاست د مسئولينو په وينا، په دغو کتابونو کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې کتابونه شامل دي، چې په وېشلو سره به يې د زده کوونکو زیاتې ستونزې هوارې شي.
کابل او سمنګان
په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ او د کولمو چنجیو د ټابلیټونو د وېش کمپاین په کابل ښار او سمنګان ولایت کې د پوهنې ریاستونو له لوري پيل شو.
د پوهنې او عامې روغتيا مسئولينو، د اسلام له نظره د نظافت او پاکۍ په اړه خبرې وکړې او ګډون وال يې دې ته وهڅول.
