له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پکتیا
د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ مشرانو د یاد ولايت د پوهنې له رئيس مولوي عبدالوکيل خالد سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د هزارخېلو د لومړني ښوونځي د احاطې دېوال به په خپل مالي لګښت جوړ کړي.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د پوهنې دوستو خلکو له دغه نېک اقدام څخه ستاینه او هرکلی وکړ.
کابل
د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر، د یادې ولسوالۍ له ولسوال مولوي محمد شریف الله مسلم سره یو ځای، د امام ابو حنیفه (رحمه الله) او جامعة الانوریه له مدارسو څخه د لیدنې پر مهال، د کابل ولایتي ادارې له لوري دامام ابوحنیفه(رحمه الله) له مدرسې سره لس زره افغانۍ او د جامعة الانوریه مدرسې سره د شل زره افغانیو مرسته وکړه.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ د پوهنې آمریت اړوند د نارینه او ښځینه وو دیني مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د زده کوونکو ښوونیزه کچه و ارزوله او د هغوی د سالمې روزنې په برخه کې یې په لازیاتو هلوځلو ټینګار وکړ.
پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت په رخه ولسوالۍ کې دقابضان او د غلام حيدر خان د نجونو ښوونځیو له اداري او درسي فعاليتونو څخه څارنه وکړه.
پکتیکا
د یوه مرسته کوونکي بنسټ له لوري، د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت د ګیان ولسوالۍ د زیړوک او برمل د ښوونځیو ۳۳ تنو ښوونکو ته د پاک چاپیریال ساتلو په اړه درۍ ورځنی سیمینار جوړ او ګډونوالو ته یی مهم او ګټور معلومات وړاندې کړل.
