له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
کابل
د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمرینو او د تعلیمي څارنې آمریت غړو د (OCCD) موسسې سره په کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ګډ کار او فعالیتونو په باب له یو او بل سره خبرې وکړې.
دغه راز د غونډې په جریان کې د دغې ادارې درې سیمه ییز کارکوونکي چې د ازادې سيالۍ له لارې بریالي شوي دي، د يادې ولسوالۍ د پوهنې مسوولينو ته ور وپېژندل شول.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د جهادي مدرسې د ۴۲ تنو دیني عالمانو د دستاربندۍ مراسم د ولایت د والي، د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي او د ولایت د ملکي او نظامي ادارو د نورو مسوولینو په ګډون یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه.
ويناوالو د قرانکريم د علم پر ارزښت او په ټولنه کې د ديني عالمانو پر مقام خبرې وکړې او له فارغانو يې وغوښتل، چې هېواد ته د خدمت لپاره تر خپله وسه هڅې وکړي.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د پوهنې د څارنې غړو له هغه ۱۲ ورځنی سیمینار څخه چې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو د ښوونکو لپاره جوړ شوی و څارنه وکړه.
کندهار
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګي آباد په کلي کې د ربانيه محمديه دارالعلوم د يو څو تنو ديني عالمانو فراغت ولمانځل شو.
د غونډې ګډونوالو د اسلامي امت پر یووالي او انسجام ټینګار وکړ او فارغان یې خپلو مسوولیتونو متوجه کړل.
هرات
د هرات ولايت د پوهنې رياست د بېلابېلو څانګو د يو شمېر کارکوونکو د کلنۍ ارزونې بهير د ټاکل شوي پلاوي له خوا پيل شو. د هرات د پوهنې رئیس د دې پروسې پر روڼتیا ټینګار وکړ.
