له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۱:۳۲
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړي د دغه ولایت په قرباغ او پغمان ولسوالیو کې د ابرار موسسې په ملاتړ د ۹ سیمه ییزو او چټکو ښوونیزو ټولګیو اداري او تدریسي چارې وڅارلې او له مسوولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو په خپلو چارو کې د پوهنې وزارت اصول او قوانین په پام کې ونیسي.
پروان:
د پروان ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته ۹۸ زره او ۶۴۰ سوه ټوکه درسي کتابونه رسیدلي دي، ترڅو د ښوونځیو زده کوونکو ته ووېشل شي.
مفتي محمد حسن حقاني رئيس زياته کړه: د پروان ولايت ښوونځي د درسي کتابونو له کمښت سره مخامخ دي او هيله ده چې پوهنې وزارت د زياتو کتابونو په استولو سره د دغه ولايت د پوهنې ستونزې حل کړي.

لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست انجینیرانو، د ولایت مقام، د مهاجرینو چارو ریاست او د عاتف سکیچ شرکت انجنیرانو په ګډون یو پلاوی د سنګر د نجونو د ښوونځي د نوې ودانۍ د ځای او ودانۍ د ټاکلو په موخه د سروې کار پیل کړ.
ويل کيږي چې د دغې پروژې لګښت د UNHCR له خوا ورکول کېږي او د جوړولو چارې به يې د عاتف سکيچ ساختماني شرکت له خوا ترسره شي.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رياست مشرتابه د هرات ولايت د خلکو د شکايتونو، وړانديزونو، نظريو او ستونزو د اورېدو په موخه د دغه رياست په پنځو ځانګړو ځايونو کې د شکايتونو صندوقونه نصب کړي دي، ترڅو خلک خپلې نيوکې او شکايتونه د هرات له پوهنې رياست سره شريک کړي.
خوست:
د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د پوهنې وزارت له لوري د دې ریاست لپاره د ځانګړو شویو درسي کتابونه له درکه ۱۵۵زره او ۷۸۵ سوه ټوکه درسي کتابونه (له لومړۍ تر دولسم ټولګي) پورې په پام کې نیول شوي دي چې له دې جملې څخه تر اوسه ۵۰۱ زره او ۱۳۶ سوه ټوکه کتابونه رارسېدلي دي او پاتې نور به په راتلونکو څو ورځو کې دغه ولايت ته راورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS