له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۴:۲۶
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

بلخ:
په دې وروستيو کې د بلخ ولايت د پوهنې په رياست کې نوې ګومارنې شوې دي، چې په پايله کې يې حافظ سيد مشتاق مجاهد د مالي او اداري آمر او مولوي عبدالحنان روحاني د ياد رياست د رتبو او معاشونو د مدیر په توګه ټاکل شوي دي.
د پوهنې وزارت سلاکار الحاج سید غیاث الدین آغا د دوی د پیژندنې پر مهال وویل چې په دولتي دندو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او نویو ګمارل شویو کسانو ته یې د صادقانه خدمت کولو هیله وکړه.
کاپیسا:
ډاکار موسسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د کاپیسا ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې زده کوونکو ته د حفظ الصحې او پاکوالي په اړه د پوهاوي پروګرام پیل کړ.
د دې ادارې مسوولینو د دغه ولایت د ښاري حوزې، کوه بند ولسوالۍ او د حصه اول والسوالۍ په ښوونځیو کې غونډه وکړه او له زده کوونکو، استادانو او خلکو یې وغوښتل چې د ښوونځیو او د خپل چاپېریال پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د دې ولایت د څوارلسو ولسوالیو د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو او کلنیو ازموینو د څارنې په دوام، دا ځل به د حسین خېلو، عبدالشکور رشاد، قلعه نعمان او مسلم خصوصي لېسو د اداري چارو او د کلنیو ازموینه څخه څارنه وکړه. زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول او مسوولينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
کندهار:
د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د څارنې آمر مولوي عبدالغفار عمري او ورسره پلاوي د دې ولسوالۍ د باباولي لېسې ته ولاړ او هلته يې د زده کوونکو او ښوونکو حاضري، د تدريس مېتودونه، د زده کوونکو علمي سویې او د نورو تدريسي او اداري چارو څارنه یې وکړه.
دایکندي:
د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د ۷ او ۸ بستونو د ګمارنې لپاره ازاده سیالي ترسره کړه او په دغو بستونو کې له اتو تنو ګډونوالو د دغه ولایت د پوهنې رئیس او د اداري اصلاحاتو د استازو په حضور کې ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS