لغمان کې یتیمو زده کوونکو ته ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنی ریاست پوری اړوندیتیمو زده کوونکو ته شخصیت جوړونی تر عنوان لاندې یو ور څني ورکشاپ د مهتر لام ښار د سلطان غازی بابا په ښوونځیو کې جوړشو.
یاد ورکشاپ د HHRD موسسی په مالی مرسته او د پوهنې ریاست په همکاری په لاره اچول شوي چې د لسو مرکزي ښوونځیو ۲۵۰ تنه نجونو اوهلکانو یتیمو زده کوونکو ته به ښوونځیوکی په تدریجی ډول دینی،تربیتی اوشخصیت جوړونی په اړه مالومات ورکړل شی.
یاد ورکشاپ د یادی موسسی استازی څارنوال انس شیرزاد اودپوهنی ریاست نشراتو عمومی مدیرشاولی نقشبندی لخوا پرمخ وړل کیږی.
