لغمان کې د وخت څخه مخکي تعلیم  د ټولګیو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۲:۴
 لغمان کې د وخت څخه مخکي تعلیم  د ټولګیو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي

په لغمان ولایت کې دوخت څخه مخکي تعلیم  د ټولګیو لپاره د ښوونکو د ګومارنې آزموینه واخیستل شوه.
په دغه آزموینه کې ۳۲ تنو د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو ښځینه فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به دوخت څخه مخکي تعلیم  د ټولګیو لپاره د ښوونکو په توګه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر دنډو وګمارل شي.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي 
یاد ښوونکي د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د یو نیسف نړیوالی موسسي لخوا استخدامیږي.
د ازموینې له ګډونوالو به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې ۱۵  تنه پر دنډو وګومارل شي، چې له ګومارنې سره به سلګونو تنو ماشو مانو ته د زده کړو زمینه برابره شي. 
د نوموړو ښوونکو معاشونه، د زده کوونکو درسي کتابونه، قرطاسیه او د اړتیا وړ نور توکي یادې مرستندویه ادارې پر غاړه اخیستي دي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS