لغمان کې د علی خیلو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۲:۴۸
لغمان کې د علی خیلو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د علی خیلو دهلکانو ښوونځي نوې ودانۍد پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. پر یادې پروژي د دولت د غیرې مشروطې بودیجې څه یولس میلیون افغانۍ لګېدلي دي. 
د لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننګ د یادې پروژي له پرانېستې خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي. 
د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالله حمیدي وايي، د علی خیلو هلکانو ښوونځي ته د لسو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ جوړه شوې، چې ۸ تدریسي، دوه اداري خونې، د احاطې دېوال، د اوبو څښلو څاه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري. 
د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو د ښوونځي د نوې ودانۍ له پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې ساتلو او مراقبت ته به یې جدي پاملرنه کوي. 
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په یاده ښوونځي کې شاوخوا ۶۰۰ تنه هلکان په زده کړه بوخت دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS