فاریاب ولایت کې د ۱۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو لومړني ښوونځي جوړولو چارې بشپړې شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۳۸
fr
د فارياب ولايت پښتون کوټ ولسوالۍ اړوند په ګلیم باف های کلي کې د سيوک کريم لومړني ښوونځي چارې بشپړې او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسئولينو، مديرانو، استادانو، يو شمېر علماءکرامو او د خلکو استازو ګډون درلود، ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې رئیس وویل؛ د دغه لومړني ښوونځي په جوړولو ۱۵ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو په موخه یې ځمکه پخوا د ۳۲۵۰ متره مربع مساحت په لرلو سره د سیمې خلکو پوهنې ته وقف کړې وه.
سیمه ییزو خلکو د پوهنې له پروګرامونو د خپل ملاتړ د اعلانولو تر څنګ، په هېواد کې د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا او رغونې په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS